کورنیو چارو وزارت د ۱۴۹ کیلو ګرامه نشه یي توکو خبر ورکوي

comments 0

6 Views

هندوکش ــ کابل: کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي دي. چې د سمنګانو ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۴۹ کیلو ګرمه نشه یي توکې نیولي.
یاد نشه یي توکو په منځ کې ۷۸ کیلو ګرمه چرس،۶۶ کیلو ګرمه تریاک او پېنځه کیلو ګرمه مورفین شامل دي.
دغه نشه یي توکي په یو بار وړونکي موټر کې په ډېر ځېرکتیا سره ځاي پر ځاي شوي و چې له بغلان څخه یې بلخ ته انتقالول او ورسره یو تن هم نیول شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments