کورنیو چارو وزارت: د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

comments 0

9792 Views

هندوکش ــ کابل: د کابل، خوست، هلمند او هرات ولایتونو ملي پولیسو ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: د وسایطو غلا، وژنې، شکونې او وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د کابل ښار د ۱۱مې حوزې له اړوند سیمو یو کس د موټر د غلا په تړاو له یو میل تفنګچې او یو عراده غلا شوي موټر سره نیول شوی.
د کابل ښار د درېیمې حوزې له اړوند کارته مامورین سیمې دوه تنه د شکونې په تړاو چې له موټرسایکل په استفادې به یې د خلکو د مالونو په لوټولو لاس پورې کاوه؛ له یو میل تفنګچې سره نیول شوي دي.
پولیسو د خوست ولایت د مرکز له اړوند سیمو دوه تنه چې د دې سیمې د یوه مېشتي په وژنه تورن دي، نیولي.
همداراز د هرات ښار د ۱۳مې حوزې له اړوند سیمو یو کس د وسله والو غلاوو په تړاو له یو میل تفنګچې سره یو ځای نیول شوی دی.
هلمند کې هم پولیسو پنځه تنه د څلورو بېلو قضیو په ترڅ کې د موټر او موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي او له یادو کسانو څخه یو عراده غلا شوی موټر او موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
ملي پولیس ورځ تر بلې هڅه کوي، څو د جنايي جرمونو په وړاندې غوڅه مبارزه وکړي او په دې برخه کې یې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments