کورنیو چارو وزارت: د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ټولولو لړۍ دوام لري.

comments 0

84 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ټولولو په هدف خپلو ټولو قدمو ته امر کړی، څو په پلازمېنه او ټولو ولایتونو کې له غیرمسووله وسله والو غیر قانوني وسلې او وسایط ضبط کړي.
له تېرې ورځې راهیسې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یوځای د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تلاشۍ تمځایونه جوړ کړي، چې په ترڅ کې ګڼ شمېر غیرقانوني او بې اسناده وسلې او وسایط ضبط کړي دي.
د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د تلاشۍ تمځایونو په لړ کې د ۱۴۳ تورو ښیښه لرونکو زرهي وسایطو ښیښې پاکې او ۳۱ عراده بې اسناده وسایط قید او ضبط شول.
ځانګړو ځواکونو له غیر مسووله وسله والو ۲۵ جوړې نظامي یونیفورم، یو پایه جمَر (د سېګنال شلوونکې آله) او ګڼ شمېر وسلې هم ضبط کړې دي.
کورنیو چارو وزارت له خپلو ټولو درنو هېوادوالو غواړي، څو د تورو ښیښه لرونکو وسایطو د پاکونې او غیرقانوني وسلو او وسایطو په ضبط کې له خپلو ملي پولیسو سره همکاري وکړي.
د یادونې ده چې د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ضبط او همداراز د تورو ښیښه لرونکو وسایطو د پاکونې لړۍ به په کابل او ټولو ولایتونو کې دوام لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments