کورنیو چارو وزارت: د طالبانو یوویشتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبرکې راغلي چې، د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو په ګدون عملیاتو کې طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښټې ده.
د خبر له مخې، د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د یادولو ده چې د عملیاتو پرمهال شپږ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
همداراز د غزني ولایت په دهک ولسوالۍ کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اته ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments