کورنیو چارو وزارت د دلاور قضیه کې جدي دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، د حاجي دلاور قضیه کې جدي دي او لومړنۍ موندنې ښي چې دلاور تېر کال د ننګرهار بهسودو پل سره ځانمرګي برید کې دوه افسران شهیدان کړي و.
په دلاور باندې د نورو ترهګریزو بریدونو تور هم شته چې ترهګرو ته یې امکانات برابر کړي او تر هدف یې رسولي دي.
دلارو د مشرانو جرګې مشاور و، خو مشرانو جرګه وایي، له دندې یې لیرې کړی او باید کورنیو چارو وزارت په دې قضیه کې د مشرانو جرګې د حیثیت پام وساتي.
د مشرانو جرګې د دارلانشاء رییس عبدالمقتدر ناصري وایي، کورنیو چارو وزارت دې خبأ کار وکړي او که دلاور مجرم ثابت شي، سزا دې ورکړي، خو په دې قضیه کې دې مشرانو جرګه نه یادوي.
دلاور سره زیات اسناد او شواهد پیدا شوي چې د مشرانو جرګې ادرس پورې تړاو لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments