کورنیو چارو وزارت: دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

comments 0

3056 Views

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او اړیکو لرلو په تړاو نیولي دي.
د خبر له مخې، ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په سرخرود او د کندهار په مرکز کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دا کسان نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments