کورنیو چارو وزارت: خوست کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول

comments 0

2699 Views

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، تېره ورځ مازدیګر مهال ملي پولیسو له ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای په خوست کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور ترهګر طالبان وژلي دي.
د خبر له مخې، یادو ترهګرو طالبانو غوښتل چې د تڼۍ ولسوالۍ په لغوړي پیران سیمه کې پر دولتي بنسټونو بریدونه ترسره کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو لخوا پېژندل شوي او د یوې نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د یادونې ده چې له دې ترهګرو طالبانو څخه درې میله کلاشینکوفونه، درې قبضې لاسي بمونه، اوه عدده ریموټ کنټرول دستګاوې او یو عراده موټر د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments