کورنیو چارو وزارت: افغان ځواکونو پرته هیڅوک نیمه درنه وسله نشي کرځولې

comments 0

197 Views

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې تردې وروسته هیڅوک حق نلري چې نیمه درنه وسله ( پیکه، راکت انداز، دهشکه) ځان سره وګرځوي.

په خبرپاڼه کې په جدیت سره ګواښ شوی دی، چې له دې وروسته د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ځواکونو پرته  نور هېڅ غیر دولتي کس حق نه لري، چې خپل ساتونکو د پیکپ، ډاډسن، رنجر او یا هم نورو موټرو په باډیو کې په ځان پسې ولېږدوي او یا هم نیمه درنه وسله پر خپلو موټرو نصب کړي.

کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ګام یې د زرګونو افغانانو په غوښتنه او د ښاریانو د رواني او عیني امنیت د ټینګښت په موخه اخیستی او پولیس یې پر عملي کولو مکلف دي.

یاد وزارت دغه خبردارۍ پر داسې مهال ورکوي، چې له دې وړاندې یې دوه ځلې د سلګونو هغه کسانو نوملړ خپور کړی، چې په غلا، قتل، سړي تښتونې، او نورو ګڼو جنايي جرمونو کې لاس لري.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments