که طالبانو اوربند کوي، بهرني ځواکونه مهالویش اعلانوي

comments 0

2293 Views

هندوکش – امریکا: امریکا له طالبانو سره د شپږ میاشتني اوربند پر سر د هوکړې له مخې خپل ځواکونه باسي.
راپورونه وایي، په ابوظبۍ کې د وروستۍ ناستې پر مهال د طالب استازو او امریکا تر منځ په دې اړه هوکړه شوې ده.
له دې سره امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د سولې تړون لاسلیک شي.
د ټایمز انګلیسي ورځپاڼې د طالبانو د ځينو سرچینو له قوله لیکلي، امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه له طالبانو سره د شپږ میاشتنې اوربند د هوکړې په بدل کې باسي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د افغان حکومت ترڅنګ ناټو او ځينو نورو هېوادونو بیلا بیل غبرګونونه ښودلي دي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments