که د طالبانو له وحشت ځان خبروئ، یو ځل روغتونونو ته سر ورښکاره کړئ/ بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

هره ورځ په اوسط ډول ۲۰۰ ملکیان روغتونونو ته وړل کیږي چې د طالبانو له خوا ماین چاودنو، ځانمرګو بریدونو او وسله والو نښتو کې ټپيان شوي وي، دا یواځې د ټپيان شمېر دی، له همدې شمېره لږ کم بیا شهیدان کیږي.
هر هغه ولایت چې طالبان پکې فعالیت لري، ملکی روغتونونه یې له ټپيانو ډک دي، لوی لامل یې طالبان دي چې د سړک تر غاړو ړانده ماینونه ږدي او بیا په ملکیانو باندې چاودنه کوي.
تازه تېره ورځ د هرات زاول ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې د ملکی وګړو پر موټر د ماین چاودنه شوې چې ۵ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې و شهیدان شوي او ۴ نور ټپيآن دي.
دا یې یو مثال دی، لسګونه داسې نورې چاودنې لیرې پرتو سیمو کې کیږي چې رسنیو ته یې خبر نه رسیږي، د دې ټپيان سیمه ییز کلنیکونو او سیمه ییزو روغتونونو ته وړل کیږي او تر درملنې وروسته کور ته ستانه کیږي.
کور ته ستنیدونکی هغه ټپيآن بختور دي چې په خپلو جوړو پښو اولاسونو ستانه شي، په ټپيانو کې ډیر روغ شي، خو یا یې پښه نه وي، یا یې لاس نه وي او یا یې د بدن بل غړی له لاسه ورکړی وي.
طالبانو د وژلو تر څنګ سلګونه زره کسان د جګړو په اوږدو کې معیوب کړي او چې د ژوند تر پایه به د بل د اوږو بار وي.
تاسو د سره صلیب نړیوالې ټولنې د مصنوعي غړو جوړولو څخه یوه لیدنه وکړئ چې څومره خلکو د مصنوعي لاس او پښو لپاره مراجعه کړې، هلته به وګورئ او پوښتنه به وکړئ چې په دې کې څومره یې ماینونو وهلي، هغه ماینونه چې طالبانو په لارو او سړکونو ايښې دي.
د طالبانو د جګړې زیات تمرکز په ماینونو دی، دا ماینونه د افغان ځواکونو لپاره ایښودل کیږي، خو دا چې ماین لاسي جوړ وي، هیڅ د باور وړ نه وي او هر کله یې چې وخت پوره شو چاودنه کوي.
ان ډیره کله دا ماینونه پر طالبانو خپله چاودنه کوي او مرګ ژوبله ورته اوړي.
طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري، له همدې کبله تمرکز په ماینونو او ځانمرګو بریدونو لري چې زیات قربانیان یې ملکیان دي.
د روغتونونو یاوونه مې وکړه، دا ځکه چې هر څوک کولی شي د ملکي روغتون څخه لیدنه وکړي، له ټپيانو او یا د هغوی له پایوازانو سره خبرې وکړي چې د جګړې لامل او د ملکیانو د مرګ ژوبلې لامل څوک دي.
د طالبانو یو هوښیار توب دا دی چې ډیر کله د هغو چاودنو مسوولیت نه منی چې ملکیان پکې قربانیان وي، خو ډير کله بیا په ویاړ سره د دې ډول چاودنو مسوولیت مني، لکه کابل کې د جمهوریت روغتون سره چاودنه چې له سلو زیات ملکیان پکې شهیدان و او ۵سوه پکې ټپيان و.
نو تر څو چې طالبان یا د پاکستان ملیشه په افغانستان کې وسله او فعالیت ولري، هیڅکله جګړه نه دریږي او هره ورځ به افغانان قرباني ورکړي، خو هغه مهال چې ځایي خلک له طالبانو سره همکاري پریږدي، دا ډله هیڅ ځای کې پرمختګ نه شي کولی او خلک نه شي وژلی.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، همدا ځواکونه کولی شي تاسو د طالبانو له شر څخه خلاص کړي.

Share this page to Telegram

Comments