که خوشحاله ژوند غواړي نودا څرګندونې ولولې

comments 0

0 Views

نن ورځ د نړۍ اکثره وګړي په ذهني خفګان اخته دي، خو د لندن ایکسټر پوهنتون يوه نوی څیړنه ښي چې هغه خلک چې په اونئ کې دوه ساعته په پارک کې تېر کړي نو ذهني او جسماني ډول به خوشاله او صحت مند وي.
دغه پوهنتون په ۲۰ زره برطانویانو دغه څیړنه کړي، دوئ وايي چې شنه بوټي او ګلان غټي شنې ونې دا په ذهن مستقیماً اثر کوي، تر اوسه د شنو بوټو په اړه ډیرې څیړنې شوي وي خو دا معلومه نه وه چې څومره وخت په يو شین پارک کې تیرول پکار دي.
دغه څیړنیز راپور چې تېره اونۍ خپور شو ددې پوهنتون يو پروفیسور استاد میتیو وایټ وايي، په اونۍ کې دوه ساعته په پارک تیرول ښکاره اثرات لري خو که لدې ډیر وخت تېر کړو لا زیات اثرات لري، دغه استاد زیاتوي، که تاسو د هر قوم نه يي هر نژاد نه يئ دوه ساعته په پارک کې تیر کړئ، منډې ووهۍ ، چهل قدمي وکړۍ که عمر مو زیات وي او دا هم نشئ کولائ نو بیا پر چوکۍ کښینۍ او د شنو بو ټو نظاره وکړۍ .په دغه څیړنه کې له دوه ساعته کم وخت تیرولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

Share this page to Telegram

Comments