کنړ کې داعش ډلې پر مخابراتي شبکو بندیز لګولی

comments 0

64 Views

هندوکش – کنړ: د کنړ ولایت د مخابراتو ریس، سید احمد مدد رسنیو ته ویلي، داعش ډلې د کنړ په ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو کې پر مخابراتي شبکو بندیز لګولی دی.
د نوموړي په خبره له دغه بندیزه نږدې دوه اونۍ تیریږي او خلک هلته د مخابراتي شبکو له خدماتو بې برخې دي.
تر دې وړاندې طالبانو هم په هلمند کې خپلې ولکې لاندې سیمو کې پر مخابراتي شبکو بندیز لګولی او لا هم دوام لري.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments