کندوز کې طالبان له بزګرانو نه د «عشر» په نوم زیات حاصلات اخلي

comments 0

56 Views

هندوکش ـــ کندوز: د کندوز یو شمېر بزګر او کروندګر وايي چې نامسووله وسله‌وال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیت ټینګښت په پلمه له خلکو عشر ټولوي.
د کندوز یوه بزګر هندوکش ته ویلي چې سږ کال یې د پنځه جریبه ځمکې ۳۰۰ منه غنم اخیستي، خو وسله‌والو ترې ۱۰۰ منه د عشر په نوم اخیستي دي. هغه وايي، خلک هغوی ته تر تسلیمېدو پرته بله لار نه لري.
د کندوز بزګران وايي، طالبان د غنمو، خټکیو او هنډوانو د حاصلاتو ټولولو په موسم کې پیدا کېږي او کروندګر ځوروي.
د کندوز د کرنې رییس عبدالهادي قرلق د طالبانو له لوري د عشر ټول تاییدوي او وايي چې یاده موضوع یې له امنیتي ادارو سره شریکه کړې ده.
د کندوز محلي مسوولان وايي، په وروستیو دوو کلونو کې له ۷۰ نه ډېر طالبان خاص د خلکو د ځورولو په تور د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او دا لړۍ روانه ده.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د کندوز له کروندګرو عشر ټولوي، بلکې لدې وړاندې هم د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو څخه را پورونه ور کړل شوي چې طالبان له خلکو نه د عشر په نوم پیسې او امکانات په زور اخلي.
نجیبه سروري
لاریونوالو له دولت هم غوښتنه کوله چې نور باید د پاکستان د وروستیو خوځښتونو په اړه چوپ پاتې نه شي او ملت ته د پاکستاني لوري له خوا پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د تېرولو او وړاندې راتلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
دوی له طالبانو وغوښتل چې د لوی اختر په احترام د اوربند وکړي او ټینګار یې وکړ چې ولس نور له روانې وینې بهیدنې ستړی دی او باید په هېواد کې روان جنګ خاتمه بیامومي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments