کندهار: ۱۰ کسیزه ډله نیول شوې

comments 0

10 Views

هندوکش – کندهار: کندهار ولایت مقام وایي، په ښار او ولسوالیو کې يې د وسله والو لس کسیزه ډله نیولې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز وايي، دغه کسان د ملي امنیت منسوبینو  په بېلابېلو عملیاتو کې نيول شوي.

د عزیز په خبره، يادو ۱۰ تــنــو د کندهار ولایت په شاولي کوټ، ژړۍ، میوند او میانشین ولسوالیو کې د دولت پر وړاندې د عبدالغفار قومندان  ترمشرۍ لاندې فعالیتونه تر سره کول، چې په یادو سیمو کې یې د لویو لارو بندول او د مکتبونو او کلینکونو سوځول د مهیمو پلانونو څخه وه.

د دې کسانو په نیول کیدو سره به د ځینو سیمو امنیتي وضعیت کې بهبود راشي.

ننګیالۍ کوهنورد

 

Share this page to Telegram

Comments