کندهار: یو کس د خپلې کورنۍ ۳ کسان وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، کندهار کې یو کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د کندهار مسؤلین وایي، په تخته پل ولسوالۍ کې يو کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي.
د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي ویلي، يوه ځوان د نامالومو دلايلو له مخې خپل دوه وروڼه او مېره مور وژلي او وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
د مالوماتو له مخې دغه پېښه د تخته پل ولسوالۍ د ښکته ميل په سیمه کې شوې ده.
ویل کېږي، دغه پېښه د کورني جنجال له امله رامنځته شوې ده.
پولیسو، د قاتل د نیولو په هدف هڅې پیل کړي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments