کندهار کې ۸ طالبان وژل شوي

comments 0

1252 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې د پوځ مسوولین وایي، ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ اتل قول اردو له قومندانۍ ویاند تورن محمد صادق عیسا وايي، يادو وسله والو ته د کندهار د خاکريز ولسوالۍ د “شاه غونډۍ” په سيمه کې د ملې اردو د ځواکونو په دفاعي غبرګون کې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينه وايي وسله والو په سیمه کې د ملي اردو پر ځواکونو بريد وکړ، چې د هغوی په دفاعی عکس العمل کې ۸ وسله وال ووژل او ۱۴ نور ټپيان شول.
عیسا د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو يادونه نه ده کړې .
طالبانو که څه هم د یادې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه راليږلي پیغام کې يې ویلي، چې د خاکریز په سیاسنګ دره کې يې د ماین په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments