کندهار کې ۴۱ طالبان وژل شوي

comments 0

28 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، د کندهار په شاه ولیکوټ او میانشین ولسواليو کې ۴۱ وسله وال وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي ادعا کوي، چې افغان هوايي، ځواکونو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند “اردو بلاغ” او د میانشین ولسوالۍ په افغانیه غر کې د طالب وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.

د علوي په خبره، عملیاتوپر مهال  ۴۱ وسله وال وژل شوي دي.

کندهار کې پر طالبانو هوایي بریدونه او عملیات شوي چې دا ډله یې سخته وارخطا کړې ده.

ټولو هغو سیمو کې عملیات کيږي چې طالبان پکې فعالیت لري.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments