کندهار کې ۳۰ تنه وسلوال طالبان نیول شوي دي

comments 0

4 Views

هندوکش ــ کندهار: د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې ۳۰تنه وسلوال نیولي دي او ۱تن وسلوال طالب په کې وژل شوی دی.
د یاد ولایت ځايي چارواکي زیاتوي، چې طالبانو په دې ورستیو کې د کندهار او سپین بولدک پر لویه لاره په وژنو او ځورونو لاس پورې کړی دی.
چارواکي وايي، چې په نوموړو عملیاتو کې ۱۳ موټرسایکلونه، وسلې او ګن شمیر چاودیدونکي مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments