کندهار کې ۱۱ طالبان وژل شوي

comments 0

2364 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په مهال یوولس طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، د طالبانو په ضد دا عملیات تیره شپه د میوند ولسوالۍ بند تیمور سیمه کې شوي دي.
بارکزی وايي، عملیاتو کې د طالبانو دوه ډاډسن موټرونه او درې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments