کندهار کې یو ترهګر او تخار کې یو قاتل ونیول شو

comments 0

44 Views

هندوکش ــ کابل: دافغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت د اوومې حوزې په اړوند سیمو کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی.
کورنیو چارو وزارت همداراز خبر ورکړی چې د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د چاه آب ولسوالۍ له اړوند سیمو یو کس چې په قتل، زورواکۍ او د خلکو په ځورنو تورن و، نیولی دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments