کندهار کې چاودیدونکي توکي نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې یو زرو شپږ سوه کیلوګرامه چاودیدونکي توکي نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت لیکلی، دغه چاودیدونکي توکي د کندهار ښار دریمې حوزې اړوند بای پاس منډۍ سیمه کې نیول شوي دي.
د سرچېنې په لیکنه چاودیدونکي توکي د خوراکي موادو په کارتنونو او پارسلونو کې ځای پر ځای شوي وو.
په دې چاودیدونکو توکو سره بمونه جوړیدل او بیا به عامه ځایونو کې چاودنه ورکولې.
پولیس وایي، اوس یې تر بل هر وخت طالبانو باندې تمرکز زیات کړی او زیاتې لارې یې پرې بندې کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments