کندهار کې چاودنې کورونه وران کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: تېره ورځ ماسپښین د کندهار د ښوراندام په سیمه کې موټر بم برید شوی چې یوه سپین سرې ښځه یې شهیده کړې او اوه نور ملکي وګړي یې ټپيان کړي.
د کندهار پولیس وایي، سرف ډوله موټر چې چاودیدونکي توکي پکې ځای په خای شوي و، غوښتل د بهرنیو موټرو کاروان باندې برید وکړي چې هدف ته تر رسیدو وړاندې یې په عمومي سړک چاودنه کړې او سړک ته نږدې کورونه یې وران کړي دي.
په دې برید کې چې مسوولیت یې طالبانو منلی هیڅ بهرني وګړي او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
چاودنه چې ډیره زوروره وه، د نږدې کورونو دیوالونه ړنګ کړي او خونې یې کینولي چې یوه میرمن پکې شهیده شوې او اوه نور ملکي وګړي یې ټپيان کړي.
د کندهار د روغتیا ریاست په ټپيانو کې د دوه کسانو وضعیت نازک ښودلی دی.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply