کندهار کې چاودنه شوې

comments 0

3 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور رومانیاني سرتیري ټپیان کړل.

د رومانیا دفاع وزارت لیکلي، پر سرتیرو یې لومړۍ چاودنه شوې او وروسته له وسله وال برید سره مخ شوي دي.،

رومانیا دفاع وزارت د پېښې کره وخت او ځای نه دی ښودلی .

د رومانیا ولسمشر کلاسو ایوهانیس له دې پېښې وروسته په یوه پیغام کې هغوی ته د روغتیا هیله کړې ده.

هغه ویلي، ((زما ذهن په هغو رومانیايي پوځیانو کې دی چې نن په افغانستان کې ټپیان شوي او زه دوی ته د فوري روغتیا او قوت هیله کوم.))

تراوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments