کندهار کې پولیسو دوه وسلوال انسان تښتونکي په ډزو وژلي

comments 0

79 Views

هندوکش ــ کندهار: تېره ورځ د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه انسان تښتوونکي په ډزو وژلي دي.
یادو کسانو د کندهار ښار د دوهمې حوزې له اړوند سیمو یو لس کلن ماشوم تښتولی و او د ماشوم له کورنۍ یې د ډ ېرو پیسو غوښتنه کړې وه، چې د پیسو د نه ترلاسه کولو له امله یې د ا بي کناه ماشوم په وژلو لاس پورې کړی و.
چې له امله یې د کندهار پولیسو هم په ښورندام سیمه کې د انسان تښتوونکو د نیولو په هدف عملیات پیل کړل، چې بلاخره یې تر منځ نښته رامنځته شوې او دواړه انسان تښتوونکي د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي
د تښتول شوي ماشوم کورنۍ له پولیسو نه مننه کړي چی دا ظالمان يي له منځه وړی دي ترڅو د نور هېوادوالو بچي په امن کي پاتي شی.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments