کندهار کې پر ۱۳ زره او ۳۶۰ بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوې

comments 0

3 Views

هندوکش ـ کندهار: د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ، کې د کندهار ولایت په کچه پر ۱۳ زره او ۳۶۰ بزګرانو د غنمو ۶۶۸ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې په دې لړۍ کې پر ۱۳ زره او ۳۶۰ بزګرانو ۶۶۸ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي، چې په پایله کې یې د دې ولایت د مرکز په ګډون د ۱۵ ولسوالیو په زرګونه جریبه ځمکه کې به د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
دغه تخمونه د سبسایډي په ډول ویشل کیږي، چې ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران پرې کوي.
تمه داده، چې ددغو اصلاح شویو تخمونو په وېش سره به په راتلونکی کال ددې ولایت د غنمو دحاصلاتو کچه د پام وړ ډېر شي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments