کندهار کې پر طالبانو هوایي بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کندهار: د کندهار پولیس وایي، میوند ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په مهال ۳۵ طالبان وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول مطیع الله هلال وايي، عملیات تیره ورځ د میوند ولسوالۍ اړوند کلا ښامیر او جګړوم سیمو کې شوي دي.

هلال وايي، عملیاتو کې یو شمیر طالبان ټپیان شوي هم دي خو شمېره یې نه ده مالومه.

د هلال په خبره د عملیاتو په مهال ۱۵ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

امنیه قومنداني وايي، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *