کندهار کې وسله وال وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار :کندهار کې د ځانګړو ځواکونو عملياتو کې شل وسله وال وژل شوي دي
عمليات تېر شپه ناوخته افغان ځانګړو ځواکونو د ميوند ولسوالۍ د کشت نخود او ګرم آبک په سيمو کې د وسله والو پر پټځايونو کړي، چې له امله يې شل وسله وال وژل شوي او شل نور شکمن کسان هم نېول شوي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا درانی وایي، عملياتو کې د وسله والو څلور پټځايونه هم له منځه وړل شوي او د وسله والو چاويدونکي توکې او يو شمېر مهمات د افغان ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دراني وویل عملياتو کې ځانګړو ځواکونو او د سیمي اوسیدونکو ته زيان نه دی اوښتي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments