کندهار کې مرګوني ټرافیکي پېښه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار چارواکي وایي، د کندهار – هرات پر لویه لار د ژړۍ ولسوالۍ اړوند “شاه اغا” د دوه لارې سیمه کې د یوه بس موټر د چپه کېدو له امله څلور مسافر وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مطیع الله هلال وايي، دغه پيښه نن سهار وختي شپږ بجې شوې. د هلال په خبره، پېښه کې ژوبل کسان روغتونونو ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
د بس د چپه کیدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او ګړندی تګ یاد شوی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *