کندهار کې ماین چاودنې درې وسلوال وژلي

comments 0

15 Views

هندوکش ـ کندهار: یوه امنیتي سرچینه وايي، چې تېره ورځ شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې دريو وسلوالو طالبانو غوښتل چې په چنار سيمې په عامه لارکې ماین ځای پر ځای کړي.
سرچینې په خبره، یاد ماین پرخښوونکو وسلوالو چاودنه کړې، او درې واړه یې ځای پرځای وژلي دي.
دوې اوونۍ وړاندې هم د یادې ولسوالۍ په عاشق چینه سيمه کې پر هغو دوو وسلوالو خپل ماین چاودنه کړې، چې غوښتل یې یاده سيمه کې ماین ځای پر ځای کړي.
طالب وسلوالو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عبدآلله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments