کندهار کې لس طالبان وژل شوي

comments 0

10 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د عملياتو په مهال لس وسله وال وژل شوي.
د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا درانی وایي، د معروف ولسوالۍ د خوګياڼيو سيمه کې تر پرون ناوخته د امنیتي ځواکونو عمليات روان وو، چې په مهال يې لس وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
درانی وایي، په دې عملياتو کې د وسله والو څلور موټرسېکلونه تخريب او ۶ نور د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي
. د پوليسو د ویاند په خبره په عملياتو کې يو افغان سرتيری هم ټپي شوی.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply