کندهار کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، تېره شپه د طالبانو او پولیسو د نښتې له امله کندهار کې دوه پوليس شهیدان شوي او څلور وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند دواد احمدي وایي، وسله والو تېره شپه اوه بجې د کندهار د سپين بولدک د لويې لاري د پښې پر پوستې بريد وکړ، چي د امنیتي ځواکونو په ځوابي بريد کې څلور وسله وال ووژل شوي.
احمدي وویل، چي په جګړه کې دوه پوليس شهیدان شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي وویل، چي جګړې د شپې تر دريو بجو پوري دوام درلود او ملکي وګړو ته پکې زیان نه دی اووښتی.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments