کندهار کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې یوولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سویل کې د پوځ مسوولین وایي، د شاه ولي کوټ نیکه شېله سیمه کې تېره شپه د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پنځه طالبان پکې وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د کندهار امنیه قومنداني وایي، د کندهار – اروزګان پر لویه لار د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د دې نښتې پرمهال هغه دوه کسان هم له طالبانو راخوشې شوي چې طالبانو نیولي و.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments