کندهار کې د کرنې پراختیا باندې ټینګار شوی

comments 0

0 Views

هندوکش = کندهار: کندهار والي حیات الله حیات په دغه ولایت کې د کرنې پر پراختیا ټينګار کړی.
د کندهار والي حیات الله حیات د کرنې وزارت د تحقیقاتو د مشرې نجيبې عطايي سره د ليدنې پر مهال وویل، چي د کندهار انار، انګور او انځر په نړيواله کچه مشهوره دي، او په صادراتو کې د ډېروالي لپاره یې زیات کار ته اړتیا شته.
حیات وویل، چې د دغه ولایت په یو شمېر سيمو کې يې د پستې د باغونو او زعفرانو د پراخو کښتونو لپاره کار پیل کړی دی.
په همدې حال کې د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس وايي، د کرنیزو توکو د ساتلو له پاره پر يوه معياري ساتنځای کار پیل شوی او تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخيستني ته وسپارل شي.
کندهار د انارو او انګورو له درکه زیات صادرات لري او تازه پکې ذعفرانو هم ښه پایله ورکړې ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments