کندهار کې د کتاب نړیواله ورځ ونمانځل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې د اپرېل درويشتمه، چې د کتاب نړيواله ورځ د واټ پر سر ونمانځل شوه.
په همدې حال کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور مسوولين وايي، د دوی د سروې او معلوماتو له مخې په کندهار کې له کتاب لوستلو او مطالعې سره د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې ده.
دا مهال په کندهار کې ۱۴۴ کتابتونونه شته چې له ډلې یې یو د مېرمنو له پاره ځانګړی شوی دی.
د چارواکو په خبره اوس هره ورځ دغو کتابتونو ته زرګونه کسان، چې ډېره برخه یې ځوانان دې د کتاب لوستلو لپاره ورځي.
ځوانان د هېواد ملي ژبو ته له نورو ژبو څخه د کتابونو د ژباړلو غوښتنه کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments