کندهار کې د ټاکنو کمېسیون دفتر بیرته پرانیستل شو

comments 0

51 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته د اعتراض خېمه ټوله او د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر خلاص شو.
دغه دفتر چې تېره اونۍ کې د لوی ملي ایتلاف له لورې په ټاکنیز سیسټم کې د نه شفافیت په اعتراض کې تړل شوی و، نن بیرته خلاص کړل شو.
کندهار کې د لوی ایتلاف غړي وایي، د ټاکنو کمېسیون یې د خبرو له لارې غوښتنې منلي او ژمنه یې ورسره کړې، چې ټاکنې به په یایومتریک سیسټم له مخې تر سره کوي.
دغه ایتلاف یوه غړي او د کندهار د ولایتي شورا مشر سیدجان خاکرېزوال ګواښ وکړ، که د ټاکنو کمېسیون خپله ژمنه پوره نه کړي، دوی به د ټاکنو په ورځ ټول هېواد کې د ټاکنو مخنیوی وکړي.
د ملي ایتلاف له لورې د کندهار په ګډون په ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو کې هم د اعتراض په بڼه د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه تړل شوي، وو، چې تر خبرو وروسته بیرته خلاص کړل شول.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments