کندهار کې د نجونو لخوا د کتاب ټولوونې کمپاین

comments 0

56 Views

هندوکش ــ کندهار: په کندهار کې ۱۵ پېغلو د ښځو لپاره د مطالعې د اسانتیا برابرولو په یو کمپاین کې له ۳۰۰۰ ټوکو څخه زیات کتابونه راټول کړي دي.
دغو نجونو څلور میاشتې وړاندې د فیسبوک له لارې مېرمنو ته د کتاب راټولونې کمپاین پیل کړی او اوس غواړي چې له دغو کتابونو څخه نجونو او مېرمنو ته یو کتابتون هم جوړ کړي.
دغه نجونې له خلکو غواړي چې د کتاب ټولونې په کمپاین کې ورسره لا زیاته همکاري وکړي او هغه کتابونه چې دوی ورته اړتیا نه لري، د کندهار د نجونو د مطالعې لپاره دغه کمپاین ته دې یې ډالۍ کړي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments