کندهار کې د ماین جوړوونکو ډله نیول شوې

comments 0

0 Views

هندوکش_کندهار: د کندهار امنیه قومنداني وایي، امنیتي ځواکونو کندهار کې پنځه وسله وال ماين جوړونکي نيولي دي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي افغان ملي پوليسو له تيري اوونۍ راهيسي په کندهار ښار کې د عملياتو پر مهال ۸ وسله وال نيولي دي.

نیول شویو درييو يې په کندهار ښار کې غلچکي بريدونه ترسره کول او پنځو نورو بيا وسله والو ته ماينونه جوړول.

بارکزی نيول شوو وسله والو پر خپلو جرمونو اعتراف کړي.

ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments