کندهار کې د طالبانو په زندان عملیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان چې بندیان به یې پکې ساتل د عملیاتو په پایله کې له منځه تللی او بندیان ترې خوشې شوي دي. پ
د ملي امنیت عمومي ریاست تایید کړې چې ځانګړو ځواکونو په خاکریز ولسوالۍ کې د طالبانو په زندن عملیات کړي چې څلور ملکي وګړي یې له زندان هم خوشې کړي دي.
ځانګړو ځواکونو په دې عملیاتو کې څلور طالبان وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي دي.
عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو ته یو د ځانمرګي واسکټ، د ماینونو څه ډولونه، مخابره، ۴۴ موټر سایکل، دوه موټر او ځینې نور نظامي تجهیزات په لاس ورغلي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *