کندهار کې د طالبانو پرضد عملیات روان دي

comments 0

119 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې ۳۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېره شپه طالب وسله والو د شاه وليکوټ اړوند “سرخ بید” سيمه کې پر امنيتي پوسته بریدونه کړي و، چې د امنيتي سرتېرو مرستې ته د هوايي او ځمکنیو مرسته په رسېدو سره په هوايي بریدونو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
د دراني په خبره په دغه جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments