کندهار کې د طالبانو پرضد سخت عملیات روان دي

comments 0

20 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په میوند، خاکریز او شاولیکوټ کې د عملیاتو په مهال ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې د ملي اردو د دوه سوه پنځه اتل قول اردو مطبوعاتي مسول یحی علوي وايي، د میوند ولسوالۍ اړوند جکروم کمپ سیمه کې د عملیاتو په مهال پنځه طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
علوي همداراز د شاولیکوټ ولسوالۍ بابرانو سوزني او د خاکریز شاغونډان سیمه کې د عملیاتو پایله کې د دوو وسله والو د وژلو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments