کندهار کې د طالبانو برید ملکیان شهیدان کړي

comments 0

1 Views

هندوکش – کندهار: راپورنه وایي ، کندهار کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګی برید شوی.
د کندهار د امنيې قومندانۍ يوه سرچينه وايي، ځانمرګی برید د کندهار د دامان ولسوالۍ د عبدالله په کلي کې پر بهرنيو ځواکونو شوی.
د سرچينې په خبره، په برید کې ۱۱ ماشومان وژل شوي، نهه تنه نور چې ښځي او ځوانان دي ټپيان شوي.
سرچېنه وايي، برید کې دوه افغان پولیس او پنځه رومانیايي سرتیري هم ټپیان شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments