کندهار کې د سوداګړۍ او صنایعو وزارت لخوا دوه ورځنې نندارتون پرانیستل شو

comments 0

16 Views

هندوکش – کندهار: په کندهار ولایت کې د افغاني محصولاتو دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو.
د سوداګرۍ او صنایع وزارت د صادراتو ریاست ویاند منیر ځدران د دغه نندارتون د پرانېستې پر مهال وویل، د یاد نندارتون د پرانېستلو هدف بهرنیو بازارنو کې افغاني توکو ته بازار موندنه ده.
د ښاغلي ځدران په وینا په دغه نندارتون کې لسګونه کرنیز محصولات، د ښځو لاسي صنایع او خوراکي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.
ښاغلی ځدران وایي، د ښځو لاسي صنایع او محصولاتو ته بازار موندنه به د دوی پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments