کندهار کې د دوشنبې ورځې چاودني د یوه ځوان ټوله کورنۍ اخیستې

comments 0

3819 Views

هندوکش – کندهار: عنایت الله، چي شاوخوا اتلس کاله عمر لري، د کندهار ښار د شپږمي حوزې اړوند د محله جات د سیمي اوسېدونکی دی.
هغه تېره ورځ له خپلي نهه کسیزي کورنۍ سره د خاکرېز ولسوالۍ د شاه آغا په نوم یوه زیارت تللي وه، خو کله، چي بیرته راتلل په درازاب سیمه کي يې موټر د وسله والو د ماین ښکار سو.
په دې چاودنه کي د ښځو او ماشومانو په ګډون يولس کسان ووژل سول او تر ۳۰ زیات ټپيان سول.
عنایت الله په دې چاودنه کي روغ پاته سوی، خو وايي، چي د کورنۍ نهه غړي يې له لاسه ورکړل او د ژوند د غم فصل يې پرانیستل سو.
شېر احمد بل هغه ۳۵ کلن ځوان دی، چي په پرونۍ چاودنه کي يې د کورنۍ دوه غړي وژل سوي او تر اتو زیات ټپيان دي.
هغه پر بې ګناه خلکو چاودني د اسلاميت او افغانیت خلاف بولي.د کندهار د ولايتي شورا غړی عطا الله عطا، چي تېره شپه میرویس روغتون ته د ټپيانو او د پيښي د قربانیانو د خپلوانو احوال اخیستو ته ورغلی وو، دا ډول پيښي غندني او دا کار د اسلام د دښمنانو بولي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments