کندهار کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه لوېدلې ده

comments 0

901 Views

هندوکش – کندهار: د راپورونو له مخې نن سهار د افغان پوځ MD-530 ډوله الوتکه په نظامي تمرینونو بوخته وه، چې د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده. د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند محمد صدیق وايي، چې الوتکې تخنیکي ستونزه لرله او د کېناستلو پر مهال یې سقوط کړی دی.
دده په خبره په دغه پېښه کې یوازې دوه پيلوټان ټپیان شوي دي چې تر درملنه لاندې دي. هغه وایي پېښه په هر اړخیزه توګه څېړل کېږي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments