کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

comments 0

261 Views

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي،چې د تیرې شپې د۲بجو راهیسې د دې ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي،چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړی زیاتوي،چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده او تر دې مهاله د جګړې په ډګر د طالبانو ۴ مړي پراته دي.
بارکزی وایي،چې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې د طالبانو تلفات په لوړیدو دي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عبدآلله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments