کندهار کې دیني عالمانو د ملي یووالي غوښتنه کړې

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کندهار: په کندهار ولایت کې دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو اود مدني ټولنو استازو په یوه جوړه شوې ناسته کې په ملي یووالي ټینګار کړی او د کندهار له خلکو څخه یې غوښتنه کړې چې د سولې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.
د غونډې ګډ‌ونوالو ملي یووالي د ملاتړ سربېره په هېواد کې د سولې او اوربند غوښتنه هم کړې ده.
دوی همدا راز د افغان ځواکونو هڅې او سرښندنې وستایلې او له دوی څخه یې خپل ملاتړاعلان کړ.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments