کندهار کې دوه چاودنې شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: کندهار ښار کې دوو پرلپسې چاودنو اوه کسان ټپيان کړي دي.
چاودنې تېر ماښام د کندهار ښار اړوند د څوارلسمې او څلورمې امنیتي حوزو تر منځ سيمو کې شوي دي.
یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، لومړۍ چاودنه د عامه نظم د پولیسو له کنډک سره نژدې د برېښنا په یوه جاینبکس کې د اېښودل شوي ماین له امله وه، چې یو ملکي وګړی يې ټپي کړ.
د سرچینې په خبره دویمه چاودنه هم یادې سيمې ته نژدې هغه وخت رامنځته شوه، چې کله د لومړۍ چاودنې د پلټنې لپاره امنیتي پولیس ورغلي وو.
د سرچینې په خبره، په دویمه چاودنه کې د څلورمې حوزې د مرستیال په ګډون شپږ پولیس ټپيان شول.
خو د کندهار د والي سرپرست ویاند عزیز احمد عزیز وايي، دواړو چاودنو کې درې پولیس او یو عام وګړی ټپيان شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments