کندهار کې دوه ترافیکي پېښې شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د هېواد په سویل کندهار ولایت کې دوو ترافيکي پېښو پنځه کسان مړه او ټپيان کړل .
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، لومړۍ ترافيکي پېښه تېره ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د “وېش” سيمه کې یو ټېلر او ټونیس ډوله موټرې سره جنګېدلي دي چې دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
درانی همدا ډول زیاتوي، چې دویمه پېښه د کندهار ښار د پنځمې حوزې اړوند انصاري مېنه کې یو ټېلر
موټر موټرسایکل وهلی چې په پایله کې يې یو ماشوم شهید شوی او یو بل کس ټپي دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply