کندهار کي له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دولسونو همکاري ډېره سوې دي

comments 0

0 Views

هندوکش-کندهار: په کندهار کي له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه دولسونو ملاتړ داسي مهال مخ پر پراخېدو دی چې دا مهال یاد ځواکونه دطالب وسله والو پر وړاندي دجګړې ډګر کي برلاسي او دولایتونو دمرکزونو تر څنګ، دولسوالیو او ګڼ مېشتو ولسي سیمو دخوندیتابه او دفاع ویاړ لري. دچارواکو په وینا، طالب وسله والو دجګړې ډګر کي ماتي خوړلې او ډېری هغه سیمې چې دا ډله پخوا ورباندي حاکمه وه، دا مهال دملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تر ولکې لاندي دي چې وروستۍ بېلګه یې دبدخشان ولایت وردوج ولسوالي ده. دغه ولسوالي دوسله والو طالبانو له پنځه کلن حاکمیت وروسته، تېره ورځ دملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ونیول سوه.دملي دفاع وزارت چارواکو په وینا، دبدخشان ولایت لپاره دطالب وسله والو تش په نوم والي قاري فصیح الدین له لسو نورو مهمو طالب قوماندانانو سره یو ځای د ۱۰۰ تنه طالب جګړه مارو په ګډون دملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ووژل سول. احمدولي او ګل احمد، دوه تنه مدني فعالان ، وايي ملي امنیتی او دفاعي ځواکونه دهیواد رښتیني بچیان او دټولو ولسونو ساتونکي او اتلان دي. دوی وایي چې کندهار کي دا مهال امنیت ټینګ دی او ولسونه په سر او مال دخپلو ملي ځواکونو ملاتړ کوي. دغه مدني فعالان پر ټولو هیوادوالو غږ کوي چې دګډ دښمن پر وړاندي دخپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړ وکړي.
جان اغا او نورالله دملي امنیتي او دفاعي ځواکونو دوه تنه منسوبینو رسنیو ته وویل چې یاد ځواکونه ددښمن پر وړاندي چمتو او دولسونو له پراخ ملاتړه برخمن دي. دوی وايي چې دولسونو دهمکارۍ په مټ یې دهیواد او سولي دښمنانو ګڼ شوم پلانونه خنثی کړي او هغوی ته یې دجګړې ډګر کي دروند دسر زیان اړولی دی.
دامنیتي کارپوهانو په وینا، دملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ پياوړې همږغي او د خپلې خاوري ساتنې ته کلکه ژمنیتا ،دنړیوالي ټولنې دومدار ملاتړ، دولسونو لخوا دخپلو ملي ځواکونو پراخ ملاتړ، دپیاوړو افغان هوايي او ځانګړو ځواکونو لخوا ددښمن پروړاندي بریالي یرغلیز هوايي او ځمکني عملیات هغه ارزښتناک ټکي او پرمختګونه دي چې په مټ یې ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه طالب وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments