کندهار: چاودنې څلور پولیس ټپيان کړل

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز وايي، نن سهار څه کم نهه بجې د کندهار ښار د څوارلسمې حوزې اړوند سیمه کې چاودنه وشوه.
د عزیز په خبره، چاودنه د حضرت جي بابا سيمه کې د پولیسو د پلټنې په ځای کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله دوه پولیس ټپيان شوي دي
خو یوه بله امنيتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وویل، په پېښه کې څلور پولیس ټپيان شوي دي.
د چاودني مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments